♦️د پاکستان پخواني ولسمشر عارف علوي د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنه ښودل…
انتشار: 2026/08/18 09:08 UTCدریافت: 2026/08/18 14:30 UTCآخرین مشاهده: 2026/08/18 14:30 UTC
♦️د پاکستان پخواني ولسمشر عارف علوي د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې او د هغه وروستي طبي راپورونه یې «د اندېښنې وړ» بللي دي.🔹علوي چې د عمران خان طبي راپورونه یې له یو شمېر طبي متخصصانو سره کتلي، هغه یې د شدید اضطراب، لوړ فشار او د زړه د درزا له ستونزې سره مخ بللی.🔹علوي سپارښتنه کړې چې عمران خان دې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي او د یوه خپلواک طبي پلاوي له خوا دې معاینه شي.🔹هغه پر دې هم نیوکه کړې چې ولې د عمران خان معاینې ځنډول کېږي او خپلواک ډاکټران ورته بشپړ لاسرسی نه لري.📡 @afaaqaf


